Language

اسلامي سازمان: افغانان دې له تاوتریخوالي لاس واخلي او سولې ته دې کار وکړي

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹): د اسلامي سازمان سرمنشي له افغانانو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او خپله ټوله پاملرنه سولې ته واړوي.

د دغه سازمان له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سازمان سرمنشي دوکتور یوسف العثیمین له ښکېلو افغان اړخونو غوښتي چې ټوله پاملرنه سولې ته واړوي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

هغه د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د اسلامي سازمان سرمنشي د تاوتریخوالي پر کمولو د تینګار ترڅنګ غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې اوربند ته لاره هواره شي.

هغه دغه راز له افغان مشرانو غوښتي څود داسې سولې راوستو لپاره کار وکړي چې له افغانان یې له ډېر وخت راهیسې په تمه دي.

نوموړی وايي، افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي اندېښمن کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ولسي وګړي وژل شوي.

ډاکټر العثیمین د خبرو مثبت پرمختګ ته په اشارې دا هم ویلي، ټول افغانان باید د افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره هڅې ونه سپموي.

 د دغه سازمان سرمنشي وايي، هیله من دی چې د سولې روانې هڅې به د افغانانو هوساینې او افغانستان ته د پرمختګ، امنیت او ټیکاو راتلو لامل شي.

login or register a new account.