Language

خوست ښار (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹): ناپېژاندو وسله والو په خوست ښار کې برید کړی چې دوه کسان یې ووژل او دوه نوريې ټپيان کړل.

دغه پېښه نن غرمه مهال شاوخوا يوه بجه د خوست ښار لومړۍ حوزې سره شوې.

د‌ خوست امنيه قوماندانۍ پېښه تاييدوي، خو د نورو جزيياتو په اړه څه وايي.

  خو د امنيه قوماندانۍ يوې بلې سرچينې پژواک ته وویل چې دغه پېښه کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، وژل شوو او ټپيانو د امنيتي ځواکونو په ليکو کی دندې درلودې.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.     ​

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.