Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دلوګر ولایتي شورا وکیله نفیسه هجران په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده

پل علم (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹): د لوګر ولایتي شورا غړې نفیسه هجران په پل علم ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوې ده.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ د چنګاښ په ۱۶مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه وسله وال برید نن سهار شاوخوا اته بجې د پل علم ښار اړوند د ملي بیرغ له څلورلارې سره وشو.

هغه زیاته کړه، په برید کې نفیسه هجران او موټر چلوونکی یې ټپیان شوي چې درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لونګ په وینا، د یادو دواړو کسانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د والي ویاند وایي چې بریدګر تښتېدلي او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی د پېښې د تایید ترڅنګ وایي چې نفیسه په روغتون کې ده او له لومړنۍ درملنې وروسته کابل ته لېږدول کېږي.

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.