کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړي دې جرګې ته د نوماند وزیرانو پر معرفي کېدو د ټینګار ترڅنګ وایي چې ځیني سرپرست وزیران د قانون خلاف مامورین له دندو ګوښه کوي او پر ځای یې خپل نږدې کسان ګوماري.
محمد اشرف غني تېر کال د کب په ۱۹مه د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل او ویلي یې وو چې ژر به د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته د کابیني غړي ور وپېژني، خو تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی او ډېری وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
ولسمشر د بهرنیو چارو، پوهنې، مالیې، کانونو، اطلاعاتو او کلتور، عامې روغتیا، ښځو چارو وزارتونو، د ملي امنیت عمومي ریاست او د افغانستان بانک لپاره نوماندان ټاکلي دي خو ولسي جرګې ته نه دي ور پېژندل شوي.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې یو ځل بیا په ادارو کې د سرپرستانو د کار پر دوام او د نوماند وزیرانو پر نه معرفي کېدو نیوکې وشوې.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازې نظیفې ذکي وویل: «اوس خو سیاسي هوکړه هم شوې ده، ولې د باور رایې ترلاسه کولو لپاره د کابیني غړي نه معرفي کېږي، ډېری سرپرستانو د قانون خلاف ګوښه کونه او ګومارنې پیل کړې دي چې دغه کار د مامورینو او وکیلانو د اندېښنې سبب شوی دی.»
د ولسمشر محمد اشرف غني او ملي مصالحې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله ترمنځ د «سیاسي توافق» پر اساس، ټاکل شوې ده چې یو شمېر وزیران ولسمشر ته د عبدالله عبدالله له لوري ور معرفي شي، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن وویل چې تر اوسه د عبدالله عبدالله له لوري د نوماند وزیرانو نوملړ ارګ ته نه دی رسېدلی.
په یاده جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي حاجي هاشم فاریابي وویل: «که کابینه معرفي نه شي، سرپرستي دوام پیدا کوي او د ملي شورا د رخصتیو په وخت کې چې د [نوماند وزیرانو] هر کار یې چې زړه وي ترسره کوي به یې.»
د اساسي قانون پر اساس، د ملي شورا یوه نیمه میاشتنۍ رخصتي د زمري پر لومړۍ نېټه پیلېږي.
فاریابي د دوبي له رخصتیو مخکې دې جرګې ته د کابینې د غړو د ور پېژندلو غوښتونکی شو او ویې ویل چې باید د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ورسېږي؛ ځکه د هغه په خبره، سرپرستان د قانون خلاف د اړوندو ادارو ځیني کارکوونکي له دندو ګوښه کوي او ځان ته نږدې کسان پر دندو ګوماري.
هغه وایي چې د سرپرستانو کړنې د مامورینو د اندېښنې سبب شوې او د دولت هر مامور اندېښمن دی چې د سرپرست له خوا په کومه بهانه له دندې ګوښه نه شي.
د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته څرګندونې درلودې.
د ولسي جرګې رییس میر رحماني وویل: «څویم ځل دی چې وکیلان غږ کوي څو د کابینې غړي معرفي شي، خو له بده مرغه د حکومت له ژمنو سربېره تر اوسه نه دي معرفي شوي، د سرپرستانو کړنې د دولتي کارکوونکو د انېښنې سبب شوې او باید دغه فرهنګ پای ته ورسول شي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP