Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

​چارواکي: د پکتيکا جلغوزیو سږ کال ۱۴زره ټنه حاصل ورکړی

ښرنه (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٩): د پکتيکا چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د جلغوزو د حاصلاتو اندازه څه باندې ١٤زره ټنو ته لوړه شوې چې د تېر کال د جلغوزو حاصلاتو له دوه برابره هم ډېره ده.

د پکتيکا د کرنې رييس ابوبکر صديقي د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو شپږو کلونو کې په دغه ولايت کې د جلغوزو حاصلات دومره نه وو لکه سږ کال چې دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې نږدې شپږ زره ټنه جلغوزي توليد شوي وو، خو سږ کال يې حاصلات څه باندې ١٤زره ټنه دي.

د نوموړي په وينا، له کله چې چين هېواد ته د جلغوزو صادراتو لړۍ پيل شوې، د دغه ولايت اوسېدونکو دې برخې ته خپله پاملرنه ډېره کړه نو ځکه يې د حاصلاتو کچه هم لوړه شوې ده.

دى وايي چې تېر کال د دغه ولايت زرګونه ټنه جلغوزي چين هېواد ته صادر شول خو په وروستيو کې د کرونا ويروس له امله دغه لړۍ ودرول شوه.

همدارنګه د پکتيکا ولايتي شورا غړي عزيز عزيز هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت د جلغوزو د حاصلاتو کچه لوړه ده او حکومت بايد ورته بازار پيدا کړي.

ده دغه راز وویل چې حکومت دې په دغه ولايت کې د جلغوزو د پروسس مرکزونه هم جوړ کړي.

دغه راز په پکتيکا کې د جلغوزو يوه سوداګر عزت الله پژواک ته وويل چې سږ کال د دغه ولايت په غرونو کې د جلغوزیو ونو ښه حاصل کړی دی.

دى زياتوي: ((کله چې چين ته صادرات پيل شول، پاکستان او نورو هېوادونو ته يې اوس څوک نه قاچاق کوي نو ځکه يې حاصلات هم ډېر شوي دي.))

د نوموړي په وينا، تېر کال د کرونا ويروس له امله د يو شمېر سوداګرو جلغوزي له صادرېدو پاتې شول نو سږ کال بايد حکومت جلغوزو ته د چين ترڅنګ په نورو هېوادونو کې هم ښه بازار پيدا کړي.

په ورته وخت کې د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي الفت خروټي پژواک ته وويل: ((سږ کال داخلي او خارجي تجارانو د جلغوزو اخيستو لپاره تر اوسه مراجعه نه ده کړې او لوى لامل يې هم د کرونا ويروس دى.))

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د قومي جوړښتونو پر مټ د ونو ساتل، پرله پسې ورښتونه او په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوى د جلغوزو د حاصلاتو ډېروالي لامل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.