Language

ایران غواړي د اورګاډي پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره ونښلوي

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹) : ایران وایي چې د اورګاډي پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان او منځني اسیا هېوادونو سره ونښلول شي. 

د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمي پرون د دغې لارې د پروژې د پرانیستې پر مهال رسنیو ته ویلي، دا لاره به د ایران د چهابهار بندر له لارې افغانستان او بیا منځنۍ اسیا سره نښلوي.

د ایران حکومت وايي، د اورګاډي دا پټلۍ ټولټال ۶۲۸ کیلومېتره ده چې د چهابهار-زاهدان-بیرجند-مشهد څخه به تېریږي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د خادمي ‌له خولې لیکلي چې دا د سیمې د ټرانزیت او تجارت د پراختیا لپاره یو ښه پیل دی.

 هغه زیاته کړې، چې دا د ایران د اورګاډي د پتلۍ یوه تر ټولو اوږده پروژه ده چې په خبره یې له اقتصادي‌ بندیزونو سره-سره به پلې شي.

خادمي ویلي، د دغې پروژې د۱۵۰ کیلومېتره پټلۍ دغځولو کار به د روان هجري شمسي کال تر پای پورې ختم شي.

د نوموړي په وینا، پر دې لارې به مسافر وړونکي اورګاډي په ساعت کې ۱۶۰ کیلومتره او بار وړونکي اورګاډي به ۱۲۰ کیلو مېتره واټن ووهي.

د ایران د ښار جوړونې وزارت ویلي چې د دغې پروژې له لارې به د ایران، افغانستان او هند ترمنځ درې اړخیزه راکړه ورکړه او معاملات نور هم غښتلي کړي.

افغانستان چې تر ډېره یې د پاکستان له لارې تجارت کاوه، په ۲۰۱۶ کې یې له هند او ایران سره تړون لاسلیک کړ چې د چابهار بندر له لارې سوداګري وکړي.

login or register a new account.