کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې زرګونو خلکو د چمن- سپین بولدک لارې د تړل کېدو په غبرګون کې لاریونونه وکړل او د افغانستان او پاکستان له حکومتونو یې د دغې لارې د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه.
دغه لاریونونه د ولس غږملي او سیاسي بهیر له خوا تنظیم شوي وو چې په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ کې هم مهاله تر سره شول.
سلګونو لاریون کوونکو چې "د چمن- سپين بولدک لاره دې خلاصه شي"، "حکومتونه دې خلک د خپلو سیاستونو نه قرباني کوي"، "د چمن- سپین بولدک پر لارې په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ نه منو" او ورته نور شعارونه ورکول د پاکستان تر کونسلګرۍ پلی تګ وکړ.
لاریون کوونکو د ډیورنډفرضي کرښې په هغې غاړه چمن ښارګوټي کې د لارې د خلاصون په موخه د پيل شوي پرلت ملاتړ هم اعلان کړ چې له تېرو ۳۴ ورځو راهیسې د سیمې د اوسېدونکو او مخورو له خوا پیل شوی دی.
د ولس غږ ملي حرکت غړي نیاز محمد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستان په ناقانونه توګه له تېرو څو میاشتو راهیسې د چمن- سپين بولدک لار تړلې او د نوو محدودیتونو د وضع کولو هڅه کوي چې د دواړو غاړو د اوسېدونکو پر ژوند یې بد اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه، پاکستان هڅه کوي خلک اړ کړي څو پر دې لاره په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ وکړي، په داسې حال کې چې مخکې تګ راتګ د پاکستاني شناختي کارټ او افغان تذکرې له مخې وو.
دی وايي، خلکو ته دغه څه د منلو نه دي، ځکه دواړو غاړو ته یې ولس اوسېږي او د ژوند ټولې چارې یې شریکې دي.
د لاریون یوه برخه وال حاجي اختر محمد وویل، پاکستان له تېرو څلورو میاشتو راهیسې دغه لاره د ناروغانو، سوداګرو، کروندګرو، باغ لرونکو او ټولو عامو خلکو پر مخ تړلې ده او د هغوی معیشیت ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
د ده په خبره، که پاکستان لار نه پرانیزي نو دوی به پر حکومت فشار راوړي څو د دغه هېواد سفارت او کونسلګرۍ وتړي.
ها خوا په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم زرګونو عامو خلکو او مخورو د لارې د خلاصون په موخه احتجاجي غونډه او لاریون وکړ.
ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پنځو ولسوالیو د قومي شوراګانو مشر محمد داود افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د لارې د خلاصون په موخه یې دا درېیم لاریون دی چې کوي یې خو لا هم پاکستاني لوري د خلکو پر مخ لار تړلې ده.
هغه زیاته کړه، که دغه لار د خلکو پر مخ خلاصه نه شي نو د سوداګرۍ پر مخ به یې هم وتړي او پرلت به پیل کړي.
login or register a new account.