Language

د جرمني ځانګړي استازي له ملا برادر سره د سولې په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره د سولې د وروستیو اقداماتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د چنګاښ په ۱۹مه، په ټویټر کې لیکلي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په دوحه کې د جرمني له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره کتلي دي.

هغه زیاته کړې، په دې لیدنه کې د سولې د روان بهیر، د تاوتریخوالي پر کموالي، د بین الافغاني خبرو پر پيل او د زندانیانو د خلاصون په اړه خبرې شوې دي.

شاهین ویلي، چې دوی هوکړې ته ژمن دي او باید نور اړخونه هم هغه څه عملي کړي چې په هوکړه کې راغلي دي.

د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل هم ویلي چې جرمني د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ او مرستې ته ژمن دی او دواړو لورو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره زمینه مساعده کړي.

login or register a new account.