پلخمري (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٩): په بغلان کې حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د شاهين قول اردو يوه تعليمي چورلکه لوېدلې ده.
د بغلان د والي وياند نذير نجم د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ٢٠٩ شاهين قول اردو يوه تعليمي چورلکه د دوشي ولسوالۍ په غرونو کې لوېدلې ده.
هغه وايي: ((په دغې الوتکه کې يې يواځې پيلوټ و چې د فراشوت له لارې يې ځان غورځولى او يواځې الوتکه په غرونو کې لوېدلې ده.))
دغه راز بغلان کې د پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګرمن محمد نبي هم د يادې چورلکې د سقوط مسئله تاييد کړه، خو د نورو جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه.
د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه شان پېښې د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته کيږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP