Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې له له کرونا ځپلو کورنيو سره د مرستې د وېش لړي پيل شوه

پل علم (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٩): د لوګر چارواکي وايي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې له هغو سلګونو کورنيو سره د مرستې د ويش لړۍ پيل شوې چې د کرونا له امله ځپل شوي دي.

د يادو مرستو د ويش پرمهال د لوګر والي محمد اجمل شاپور وویل، دغه مرسته چې پنځه قلمه خوراکي توکي په شامل دي، دغه ولایت ته له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په پار له ځانګړې شوې بودیجې نه پېرل شوي دي.

ده وويل چې دغه مرستې په مرکز او ولسواليو کې په هغو ۵۰۰ کورنيو وويشل کيږي چې له کرونا ناروغۍ څخه زيانمن شوي وي.

لوګر والي زیاته کړه؛ مونږ هڅه کړې تر څو شفافیت په ټوله معنى سره په نظر کې ونیسو او تر مستحقو کورنيو پورې دغه مرستې ورسيږو.

دغه راز د مرکز پل علم د کلنګار سيمې اوسيدونکي بسم الله پژواک ته وويل چې د کرونا په ناروغې مې ټوله کورنۍ اخته شوي وه.

هغه وايي: ((د الله ج په رحم مو صحت تر لاسه کړ خو له مالي پلو يې له ستونزو سره مخ کړي يو، نن موږ سره مرستې وشوې ډېر ترې خوښ يو.))

د یادونې ده چې په یادو پنځه قلمه خوراکي توکو کې اوړه، وریجې، غوړي، بوره او چای شامل دي.

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.