Language

دامریکا  سفیر : افغان حکومت دې د فساد ټولې ادعاوې وڅیړي

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۹) : په افغانستان کې د امریکا سرپرست سفیر او شازدا فیر له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د فساد په اړه ټولې ادعاوي وڅیړي.

دامریکا سرپرست روز ویلسون د چنګاښ په ۲۲مه په ټویټر کې د یوه پوسټ له لارې د پژواک اژانس ، هشت صبح ورځپانې او نورو رسنیو او ژورنالستانو د فساد د وروستیو څیړنیو راپورونو ستاینه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې دا ډول راپورونو سره افغان حکومت نور خپلو مسوولیتونو ته متوجه کیږي ، شفافیت رامنځته کیږي.

نوموړي له افغان حکومته غوښتي دي چې د فساد په اړه دقیقې او باوري ادعاوې وڅیړي ، خپلې موندنې له خلکو سره شریکې او مجرمین د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې پژواک اژانس دعامې روغتیا  وزارت د کرونا لګښتونو دفساد په اړه راپورونه خپاره کړي چې په ځانګړې توګه پاکستان ته دلسګونو ونټیلاټورونو دقاچاق تحقیقي راپور د یادولو وړ ده.

دغه راز د هشت صبح ورځپاڼې په کابل کې بې وزلو سره د پخې ډوډۍ د ویش په پروسه کې د ۸۰۰ میلیونه افغانو فساد راپور خپور کړی و.

login or register a new account.