Language

خلیلزاد سمنګان کې د طالبانو موټربم برید د ژمنو خلاف عمل بللی

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان ولایت کې د وسله والو طالبانو پرونی موټر بم برید غندلی او دا یې د یادې ډلې د ژمنو خلاف عمل بللی دی.

پرون د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست ودانۍ مخې ته د وسله والو طالبانو په موټر بم او ډله ییز برید کې ۱۱ تنه ووژل شول او ۶۳ نور ټپیان شول.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه برید غندلی او په افغانستان کې یې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي په دې اړه پر خپل ټویټر کې لیکلي:"په ځانګړي ډول د وروستیو ورځو او اوونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی، له کوم دلیل پرته یو شمېر افغانان وژل کیږي، د سمنګان په مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو برید د تاوتریخوالي کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې تلپاتې اوربند د هدف تر لاسه کېدو خلاف دی."

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سمنګان مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو موټر بم برید «د نه منلو» وړ بللی او زیاتوي چې ورته بریدونه له هغو سره مرسته کوي چې د سولې مخالفت کوي.

هغه یو ځل بیا پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمېدو غږ کړی دی.

login or register a new account.