Language

حکومت د بګرام له زندانه د حزب اسلامي ۱۱ تنه بندیان خوشې کړل

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان حکومت د سولې د موافقې له مخې، له بګرام زندان څخه د حزب اسلامي ۱۱ تنه نور بندیان خوشې کړي دي.

د حزب اسلامي او حکومت د ګډ کمېسیون مشر او په پارلماني چارو کې ددولت وزیر ضیاء الحق امر خېل د چنګاښ په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې پرون د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې د توافقنامې د ګډ کمېسیون په هڅو د بګرام له زندان څخه ۱۱ تنه بندیان خوشې شول .

هغه زیاته کړه، چې په زندانونو کې د حزب اسلامي محدود شمېر بندیان پاتې دي او د توافقنامې د ټولو موادو عملي کېدو ته حکومت ژمن دی.

حزب اسلامي هم ددغو بندیانو خوشې کېدل تایید کړي دي، ددغه ګوند یو تن ویاند فضل غني حقمل پژواک اژانس ته ومنله چې افغان دولت پرون ددوی ۱۱ تنه بندیان خوشې کړي دي.

خو هغه زیاته کړه، چې حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د معاهدې په تطبيق کې پاتې راغلی او د څلورو کلونو په تېرېدو سره لاهم د حزب بنديان په زندانونو کې پراته دي.

دی وایي، په داسې حال کې چې د حزب ټول بنديان بايد د معاهدې له لاسليک وروسته په لومړيو دوو مياشتو کې له قيد او شرط پرته آزاد شوي وای.

حقمل زیاته کړه: (( زموږ غوښتنه داده چې دولت د حزب ټول زندانيان هر څومره ژر چې کيږي خوشې کړي او د تقابل پر ځای د همکارۍ فضا رامنځته کړي.))

د حزب اسلامي ویاند وایي، طالبان چې له حکومت سره د جګړې په حالت کې دي او ددوی ترمنځ لا سوله نه ده شوې خو زرګونه زندانیان یې خوشې او دا لړۍ روانه ده، خو حزب اسلامي چې د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړې او تضمين هم ورکول کيږي چې بېرته به د جګړې ليکو ته نه ستنيږي، خو بيا یې هم زندانيان په زندانونو کې دي.

د یادونې ده چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې هم افغان حکومت د حزب اسلامي ۱۶۴ بندیان د بګرام او څرخي پله له زندانونو خوشې کړي وو.

د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د ۱۳۹۵ لمریز کال د تلې په لومړۍ نېټه په کابل کې لاسلیک شوی وه، خو حزب اسلامی شکایت کوي چې حکومت دغه تړون سم نه دی عملی کړی.

login or register a new account.

Related Topics