لومړی تعقیب، کندهار (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې چې په کې ۲۵ وسله والو او ۱۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د چنګاښ په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د میوند ولسوالۍ د سره بغل او د عش اباد سیمو پر امنیتي پوستو برید وکړ چې د دواړلو لورو ترمنځ جګړڅو ساعته دوام وکړ.
هغه زیاته کړه، وروسته له هوايي ځواک څخه هم کار اخیستل شوی او طالبان په نښه شوي دي.
د ده په خبره، په مخامخ جګړه او هوايي برید کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې په دې جګړه کې ۳ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
خو د دې ولسوالۍ یوې امنیتي باوري سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې په دې برید کې ۷ پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
ميوند ولسوالۍ د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د هرات- کندهار پر لويه لاره پرته ده چې د دې ولایت له ناامنو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي.
په دې وروستیو کې په کندهار کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوي او وسله والو طالبانو په ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونو ته زور ورکړی دی.