کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پر دې موضوع د خبرو لپاره نن د دواړو خواوو امنیتي مسوولین غونډه کوي.
د کونړ د ځایي مسوولینو د معلوماتو له مخې، پرون پاکستاني ځواکونو د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو بریدونه وکړل چې له امله یې اته ملکي وګړي وژل شوي او تر ۱۰ ډېر ټپیان دي.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۶مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامی جمهوریت د پاکستان د پوځ له لوري د کونړ پر اړوند سیمو راکیټي بریدونه چې د ځاني او مالي زیان سبب شوي، پر کلکو ټکو غندي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان زړورو دفاعي او امنیتي ځواکونو د وظیفې په حکم د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او له ملي حاکمیت څخه د دفاع په لار کې د تل په څېر خپله سپېڅلې دنده ترسره کړه.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې د پاکستان لوري هوکړه وکړه څو ډزبند تامین کړي او په سیمه کې د دواړو هېوادونو د پوځي مسوولینو تر بیرغ لاندې غونډه جوړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان د پوځ له لوري دا ډول بریدونه چې د ملکي تلفاتو لامل ګرځېدلي، د افغانستان د دولت د منلو وړ نه دي او د پاکستان پر دولت غږ کوي څو له دغه ډول اقداماتو ډډه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ډول بریدونه او د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د خپلسرو تاسیساتو رامنځته کول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل ګرځېدلای شي، په هېڅ وجه د افغانستان اسلامي جمهوريت ته د منلو وړ نه دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان چمتو دی چې په ورته دوه اړخیزو مسایلو باندې له ډیپلوماتیکو لارو خبرې وکړي.
login or register a new account.