هرات ښار-ګردېز (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې په هرات او پکتيا ولايتونو کې ١٩ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې د لويو لارو پر کنډک بريد کړى دى.
ده وويل چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
د فرهاد د معلوماتو له مخې, په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه قوماندانان ملا عزت او ملا تورجان هم شامل دي.
دى وايي: ((امنيتي ځواکونو مخکې تر مخکې د طالبانو د دغه بريد په اړه معلومات درلودل نو ځکه مرګ ژوبله ورته نه ده اوښتې.))
په ورته وخت کې د هرات ښار یوه اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په پشتون زرغون، شينډنډ، ادرسکن او ځينو نورو ولسواليو کې د طالبانو د بريدونو کچه لوړه شوې ده.
ده وويل، حکومتي ځواکونه بايد د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخ چاڼيز عمليات ترسره کړي.
دغه راز په پکتيا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول ايمل خان مومند پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د دغه ولايت د څمکنيو ولسوالۍ د نوزي خولې او د زرمت ولسوالۍ د ابراهيم خېلو او زاو په سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
ده وويل چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن