کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د المان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په یوه اړیکه کې یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د کوربه توب وړاندیز کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس دهېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست محمد حنیف اتمر سره ټیلېفوني اړیکه ونیوه.
سرچینې زیاته کړې، د دې اړیکې په ترڅ کې د آلمان بهرنیو چارو وزیر د سمنګان د ملي امنیت پر ریاست باندې د تېرې ورځې ترهګریز برید په هکله د افغانستان بهرنیو چارو وزیر ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب بیان کړل او د طالبانو له لوري یې د تاوتریخوالي لوړه ګچه وغندله.
هغه زیاته کړې، له طالبانو یې عوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي کچه ژر ټيټه کړي او د بین الافغاني خبرو اترو بهیر دې پیل شي.
د المان بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان دولت او د طالبانو ډلې د هوکړې او غوښتنې په صورت کی د هغه دولت چمتو دی څو د سولې خبرو اترو کوربه توب وکړي او په دغه بهیر کېله ښکېلو هېوادونو سره په همغږۍ اقدام وکړي.
هایکو ماس له افغانستان سره د مرستو او ملاتړ د دوام لپاره د المان دولت د ژمنو څرګندولو په ترڅ کې د بهرنیو چاروله سرپرست وزیره وپوښتل چې المان دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو بهیر په تړاو بل کوم رول ادا کولی شي.
حنیف اتمر دسولی خبرو اترو لپاره د دغه هېواد دچمتووالي له اعلان او د افغانستان له خلکو او دولت څخه د اغېزناکو او دوامداره ملاتړ په خاطر د زړه له کومې مننه وکړه.
نوموړي د افغانستان د سولې بهیر په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په برخه کې د هغه هېواد له دوامداره همکاریو د جاري ساتلو غوښتنه وکړه.
دغه راز حنیف اتمر خپل الماني سیال ته د دوو هېوادونو ځانګړو اړیکو له اهمیت څخه ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP