Language

افغانستان او امریکا د تاوتریخوالي پر کمولو او بین الافغاني مذاکراتو پر پیل ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۹) : ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا ملي امنیت سلاکار سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

له ارګ څخه د چنګاښ په ۲۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین سره په داسې حال کې چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ټلیفوني خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، په دغه ټلیفوني مکالمه کې رابرت اوبراین وویل، د امریکا متحد ایالتونه له متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې دوباره د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ پر مستقیمو مذاکراتو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې دغه مذاکرات باید ژر پیل شي.

ارګ وایي، په همدې ترتیب دواړو لوریو په دغه ټلیفوني تماس کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتولو خپله اندېښنه وښوده او څرګنده یې کړه چې باید دغه تاوتریخوالی دې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات په خاطر، بند شي.

Related Topics