قلعه نو- ګردېز (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٩): په بادغيس او پکتيا کې د ماينونو چاودنو پېښو کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
د بادغيس مرستيال والي فيض محمد ميرزاده د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د قلعه نو- ابکمري پر لويه لار د ملکي وګړو پر موټرسايکل د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه شوې ده.
ده وويل: ((يو سړى له خپلې ښځې او ماشوم سره پر موټرسايکل سپاره وو چې پر ماين برابر شوى دى.))
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ياد درې کسان ځاى پر ځاى وژل شوي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې دغه ماين په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.
د بادغيس مرستيال والي زياتوي چې ډېرى وخت د طالبانو له لوري د ځاى پر ځاى شوو ماينونو په چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ماين دوه چاودنې شوې دي.
پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن ايمل خان مومند پژواک ته وويل چې نن غرمه مهال د ګردېز ښار اړوند د پکتيا- خوست پر لويه لار د پوليسو چک پاينټ ته څېرمه د چسپکي ماين دوه چاودنې شوې دي.
هغه زياته کړه: ((يوه چاودنه پر رینجر موټر شوې او دويمه چاودنه د همدې پوليسو چک پاينټ ته څېرمه شوې.))
ده وويل چې په دغو چاودنو کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي او يو رینجر موټر زيانمن شوى دى.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن