خوست (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۹) : د ملي دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت لوی رییس د خوست امنیتي وضعیت ارزولو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
د ملي دفاع وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۸مه په یوه خپره شوې خبربانه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال “اسدالله خالد” د ملي امنیت د لوی رئیس جنرال “ضياء سراج” په ملتیا نن د خوست ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه یې د خوست له والي صدیق پتمن او د دغه ولایت له امنیتي مسوولینو سره لیدنې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، د دغه سفر په ترڅ کې د ملي دفاع سرپرست وزیر د خوست ښار له ښاریانو سره له نږدې وکتل، په ښار کې وګرځېد او د خلکو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د خوست له ځانکړې قطعې هم لیدنه وکړه او د دوی له لاسته راوړنو او د خوست خلکو ته د امنیت په راوستو کې له کوښښونو یې تقدیر وکړ.
سرچینې ویلي، د ملي دفاع وزارت سرپرست دفاعي او امنیتي ادارو او منسوبینو ته لارښونه وکړه چې د خوست د خلکو د امنیت لپاره خپل کوښښونه لا پسې زیات کړي.
login or register a new account.