Language

کندهار کې پولیسو ۲۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي

کندهار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۹): د کندهار امنیې قوماندانۍ په کندهار ښار او ولسوالیو کې د  هدفي وژنو او نورو جنايي جرمونو په تور ۲۰ تنه نیولي دي.

دغه شل تنه چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې په جلا جلا عملیاتو کې نیول شوي، نن خبریالانو ته وښودل شول چې پر خپلو جرمونو یې اعتراف کاوه.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ولي محمد عسکر پژواک خبري اژانس ته وویل، په نیول شوو ۲۰ تنو کې ۷ تنه هدفي بریدګر، ۵ تنه نفوذي طالبان، ۳ تنه جنګي طالبان او ۵ تنه غله او قاتلین شامل دي.

هغه زیاته کړه، دغه کسان د خلکو په همکارۍ په کندهار ښار او ولسوالیو کې په جلا جلا عملیاتو کې نیول شوي دي.

دی وايي، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې اړوندې څارنوالۍ ته استول شوې دي.

نوموړی زیاتوي، که د کندهار ښارا منیتي وضعیت له تېرو اوونیو سره پرتله شي نو معلومه به شي چې د دغو کسانو له نیول کېدو سره دا اوونۍ امنیت ښه شوی دی.

ده ومنله چې په دې وروستیو کې په کندهار کې جنايي جرمونه ډېر شوي چې لامل یې بې کاري، په مخدره توکو روږدتیا او په دې وروستیو کې د کرونا بحران دی چې په ټولیزه توګه یې د ژوند چارې اغېرمنې کړې دي.

خو ده ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ هڅه کوي څو قانون نافذ کړي او د جرایمو مخنیوی وکړي.

نوموړي د ډاډمن امنیت په موخه د خلکو همکاري هم اړینه وګڼله.

د نیول شوو کسانو له ډلې ۷ تنو له خبریالانو سره په خبرو کې ومنله چې په کندهار ښار کې یې هدفي وژنې کولې او پولیس، دولتي کارکوونکي او نور یې په نښه کول.

دغه راز ۵ تنو نورو بیا ویل چې په بېلابېلو امنیتي پوستو کې د طالبانو له خوا د نفوذي کسانو په توګه د هغو د سقوط په موخه ځای پر ځای شوي وو.

په کندهار کې دغه ۲۰ کسیزه ډله داسې مهال نیول کېږي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې په هدفي وژنو، وسله والو غلاوو او ورته نورو بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.

login or register a new account.

Related Topics