کندوز ښار (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٩): د کندوز په دوو ولسواليو کې د طالبانو بريدونو کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ په صندوق ساى او د امام صاحب ولسوالۍ په زاخېل سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي چې د يادو بريدونو له امله د امنيتي سرتېرو دوه هاموې ټانګونه، يوه دهشکه، يوه پيکا، دوه کلاشينکوفونه او دوه مخابرې هم له منځه تللي دي.
خو د کندوز ولايتي شورا غړى خالدين حکيمي بيا وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ د تېرې شپې په جګړه کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه: ((که حکومت امام صاحب ته جدي پاملرنه ونه کړي، ډېر به ژر به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.))
خو بل لور ته د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
دى زياتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په کندوز کې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې د طالبانو د بريدونو له امله لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP