Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د افغانستان سفارت دېوال رغولو کې د فساد په تړاو څلور کسان څارنوالۍ ته پېژندل کېږي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): مشرانو جرګه د ولسمشر د دوو سلاکارانو په ګډوند څلور کسان په امریکا کې د افغانستان سفارت د دېوال په بیا غولو کې د فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژني.

د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې چې د جنګاښ په ۲۱مه خپور شو، په امریکا کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره اوږد او درې متره لوړ دېوال د بیا جوړېدو لپاره د یوه شرکت د ۸۸زره ډالرو غوښتنه رد کړې او دغه چاره یې د بل شرکت له لارې په یو میلیون، ۸۲۵زره او ۸۳۹ امریکایي ډالره لګښت ترسره کړې ده.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته د ملي شورا مجلسونو دغه کار د ملت په حق کې جفا وبلله او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون رییس انجنیر حسیب الله کلیمزي وردګ د دې جرګې په نننۍ ناسته کې وویل چې تېره ورځ یاد کمېسیون په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د دېوال جوړېدو په تړاو د ځواب ویلو لپاره د بهرنیو چارو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو مسوولین او د پژواک خبري اژانس رییس ور غوښتي وو.

هغه زیاته کړه: «د مسوولینو په وینا، له بده مرغه دغه دېوال په لومړي کې څلو متره و او شل زره ډالر چې تېر کال د بهرنیو چارو وزارت له خوا ور استول شوي وو، د هغه د ترمیم لپاره کافي وو، خو یو شمېر حکومتي چارواکو، په ځانکړي ډول د ولسمشر سلاکارانو دغه پروژه لویه کړه او د بهرنیو چارو وزارت له همغږي کولو پرته یې هغه دېوال چې نورو شرکتونو په لږو پیسو رغاوه، په ۱۸ لکه (یو اعشاریه اته میلیونه) ډالر یې قرارداد وکړ.»

هغه وایي چې د مالیې وزارت پخواني سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي، د ولسمشر بل سلاکار شاد محمد څرګند، د قیومي سکرتر او د څرګند زوم فساد کړی دی.

هغه زیاته کړه: «هغه سلاکاران چې د جېب ډکولو لپاره راغلي چې هغوی نه موږ او نه یې هم ولسمشر پیدا کولای شي، فساد یې ترسره کړی او د څرګند زوم چې په مصر کې یې دنده درلوده، د دې پروژې مسوول وټاکه او له ناندریو وروسته یې دویم ځل خپل زوم منفک کړ او هغه په ډېپلوماتیک پاسپورټ په امریکا کې پناه واخیسته.»

د نوموړي په خبره، د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون څېړنې ښیي چې د افغانستان د سفارت د یاد دېوال په رغولو کې پراخ فساد شوی او کمېسیون دا پرېکړه وکړه څو یاد څلور چارواکي لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني.

هغه د جرګې رییس ته په خطاب کې وویل: «د شکایتونو اورېدو کمېسیون رییس زابلي صاحب درې میاشتې مخکې دغه غل [قیومي] څارنوالۍ ته ور معرفي کړ، خو څارنوالۍ دغه قضیه ونه څېړله، رییس صاحب له تاسو غوښتنه لرو چې دغه ځل څارنوالۍ ته ووایي، دغه قضیه په بې طرفانه ډول وڅېړي؛ له دې پرته باید مشرانو جرګه د اعتراض په ډول هېڅ قانون تایید نه کړي.»

هغه وویل چې د ولسمشر د یادو سلاکارانو او دوو نورو (د څرګند زوم او قیومي سکرتر) د ور پېژندلو مکتوب تیار دی او نن څارنوالۍ ته استول کېږي.

هغه همدازا له امنیتي بنسټونو وغوښتل څو د رسنیو او خبریالانو امنیت تامین کړي او اجازه ورنه کړي څو هغه خبریالان او رسنۍ چې حقایق څرګندوي هدف وګرځي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو، په امریکا کې د افغانستان د سفارت د دېوال جوړولو پروژه له ملت سره جفا ده او دغه موضوع باید ولسمشر په جدي ډول وڅاري.

هغه زیاته کړه چې څارنوالي باید د دې موضوع په څېړلو کې خپله بې طرفي وښيي او د «مفسدینو» پر وړاندې ودرېږي.

هغه وویل چې د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون څېړنې شخصاً ولسمشر ته رسوي او دغه قضیه به په جدي ډول څاري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.