Language

د امریکا سرپرست سفیر: کابینه جوړه او بین الافغاني مذاکرات ژر پیل کړئ

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹) : په افغانستان کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس ویلسن د افغانستان پر مسوولو چارواکو غږ کړی چې نوی حکومت دې ژر جوړ او بین الافغاني مذاکرات دې پیل کړي.

نوموړي نن د چنګاښ په ۲۹مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي : "موږ د دغه هېواد پر مشرانو ټېنګار کوو چې نوی حکومت او د بیا پخلاینې عالي ملي شورا دې ژر جوړ کړي، د بندیانو تبادله دې بشپړه کړي او بین الافغاني مذاکرات دې پیل کړي. "

دا په دې وروستیو کې لومړی ځل دی چې د امریکا شارژدافیر د افغان حکومت له مشرانو څخه داسې ښکاره غوښتنې کوي.

هغه زیاته کړې چې د افغانانو حوصله ختمه شوې او "بین الافغاني‌مذاکرات پیل کړئ چې په دایمي‌او هر اړخیز اوربند باندې بحثونه پیل شي."

بلخوا ویلسن نن د افغانستان د مخکني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي‌ مشر عبدالرب رسول سیاف سره هم خبرې کړې ‌دي.

دغو دواړو افغان مشرانو د ولسمشر غني‌او پخواني‌اجرايي ریيس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي شخړې په حل کې مهم رول ولوباوه. له هغې نېټې راهېسې د افغانستان اکثریت وزارتونه وزیران نه لري او حکومت نیمګړی دی.

د امریکا سرپرست سفیر په داسې حال کې د بین الافغاني مذاکراتو په پيل کېدو او د بندیانو په تبادلې ټېنګار کوي چې افغان چارواکي وايي،هغه طالب زندانیان نه خوشې کوي چې «حق العبدي» مسایل لري.

تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وویل چې دغه ۶۰۰طالب بندیان جدي ستونزې لري او خوشې کول یې د ملي او نړیوالو قوانینو خلاف دي.

login or register a new account.