کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹) : د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري وایي چې د کابینې د مصوبې پربنسټ باید د ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې د ټاپي پروژې د استملاک د چارو لپاره ځانګړې برخه رامنځته شي.
د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د چنګاښ په ۲۹مه، پژواک اژانس ته وویل چې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمود کرزي سره د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک، د کانونو او پټرولیم وزارت او د ښارجوړلو او ځمکو وزارت او د ټاپي کمپنۍ لمیټډ (TPCL) شرکت ترمنځ د تفاهم لیک او د پروژې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
چخانسوري ویلي، د ټاپي پروژې د مسیر ولایتونه باید د اقتصادي او اجتماعي پروژو اساسي برخه وګرځي او د ټاپي پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک چارې باید ژر تر ژره پیل شي، ترڅو د پروژې د عملي کار پیل کېدو ته زمینه مساعده شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښارجوړولو او ځمکو وزارت څخه وغوښتل چې د کابینې د مصوبې پربنسټ دې په دغه وزارت کې د ټاپي پروژې د استملاک د چارو لپاره ځانګړې برخه ایجاد شي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمود کرزي د ټاپي پروژې تطبیق د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله او ددې مهمې پروژې د تطبیق لپاره یې د هر راز همکاریو د ژمنې ترڅنګ، خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې د کابینې د مصوبې پر بنسټ دې د ټاپي پروژې د استملاک د چارو لپاره ځانګړې برخه رامنځته شي.