غزني ښار (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٩): د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون درې پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په قره باغ ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د پاڅون کوونکو د قوماندان معصوم په ګډون درې تنه وژل شوي او د يوه ملکي وګړي ترڅنګ څلور پاڅون کوونکي ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((وروسته دغې سيمې ته هوايي ځواک ورغلى پر طالبانو يې بمبار کړى چې درې طالبان په کې وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.))
خو د سيمې يوه اوسېدونکي سعدالله پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل: ((څو ساعته جګړه وه، څوک د پاڅون کوونکو مرستې ته را نه غلل خو وروسته بيا هوايي ځواک راغی او بمبار يې وکړ خو طالبان د پاڅون کوونکو په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په دغې ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو يو قوماندان له خپلو څو نورو ملګرو سره د طالبانو په بريد کې وژل شوى و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP