Language

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۱۷۴ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۱۷۴ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۵۴۶۳ ته لوړه شوه.  

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په ۲۹ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۶۳۳ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ۱۷۴ يې مثبتې دي .  

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۳۵۴۶۳ ته لوړه شوه.  

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۶۶ په کابل، ۲۷ په هرات، ۲۲ په بادغیس، ۲۰ په بامیان، اووه په بدخشان، شپږ په تخار، پنځه په کندوز، څلور په ننګرهار، څلور په غور، درې په پکتیا، درې په پروان، دوه په کندهار، دوه په بغلان او یوه ـ یوه هم په میدان وردګو او هلمند ولایتونو کې دي.  

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳۶۱ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ۲۳۶۴۱ ته لوړه شوه.  

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٧ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۱۱۸۱ ته ورسېد.  

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.  

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

login or register a new account.