Language

پلخمري (پژواک،٣٠چنګاښ ٩٩): ناپېژانده وسله والو د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د يوې لېسې مدیر پر ډزو وژلی دی .

د نهرین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ابراهیم خان د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده وسله والو د شهيد ګلميران لېسې مدير پر ډزو وژلى دى.

هغه زياته کړه: ((استاد محمد افضل بيګاه خپل کور کې وژل شوى، له هېچا سره يې دښمني هم نه درلوده، موږ حيران يو چې دا به چا وژلى وي.))

خو د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي پژواک ته وويل چې څو ورځې وړاندې د استاد محمد افضل او وروڼو ترمنځ يې لفظي شخړه شوې وه .

 مرادي وایي چې استاد افضل له کوره بهر له هیچا سره دښمني نه لرله، خو هغه د شپې ١١بجې په خپل کور کې وژل شوی دى.

هغه وايي: ((ممکن وروڼو سره یې د لارې پر سر لفظي شخړه د هغه د وژل کېدو لامل شوې وي.))

ولسوال زياتوي چې د يادې پېښې په تور د استاد محمد افضل يو ورور نيول شوى دى.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم په دغې ولسوالۍ کې يو ښوونکى د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوى و.

login or register a new account.

Related Topics