کابل (پژواک، ۳۰ چنګاش ۹۹):د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د افغانستان له حکومته غوښتي چې پر کونړ ولایت د پاکستاند توغنديزو بریدونو مخه ونيسي، د هېوادوالو دفاع وکړي، له مناسبو لارو دې ستونزې ته جدي رسېدنه وکړي.
د یاد کمېسیون له خوا د چنګاښ په ۳۰مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امنيتي سرچينو، روغتيايي مرکزونو، قربانيانو، عيني شاهدانو او په روغتونونو کې له زیانمنو او ټپيانو سره د مرکو او د معتبرو ملي او نړیوالو رسنيو د معلوماتو پر بنسټ، د روان ۱۳۹۹ کال د چنګاښ په۲۵مه له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې، پاکستاني ځواکونو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ او د مرکز اسعداباد ښار پر ځينو برخو د توپ (هاوان) ۱۲ مرمۍ توغولې دي.
سرچینې زیاته کړې، په دغو بريدونو کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون ۷کسان وژل شوي او د شپږو ماشومانو او دوو سړيو په ګډون ۸کسان ټپيان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په وروستيو کلونو کې د کونړ ځينې سيمې د پاکستاني ځواکونو د بريدونو موخه ګرځېدلې او امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
سرچینې زیاته کړې، د کمېسيون راپورونه ښيي چې تېر کال ۸ ملکي وګړي او د روان ۲۰۲۰ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۹ ملکي وګړي د پاکستاني ځواکونو د توغنديو له امله د کونړ اړوند سیمو کې قرباني شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په کونړ ولايت کې د هېوادوالو پر مرګ ژوبله او ملکي خلکو ته د زيان پر اوښتو خواشينی دی، کمېسيون د هېوادوالو د سر او مال ساتنه د دولت دنده بولي او پر اړوندو بنسټونو غږ کوي چې د پاکستاني ځواکونو د توغنديو ويشتلو مخه ونيسي، د هېوادوالو دفاع وکړي، له مناسبو لارودې ستونزې ته جدي رسېدنه وکړي او د يادو سيمو د امنيت په ټينګولو سره دې د هېوادوالو د سر او مال ساتنه وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په هره پلمه ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيان اړول په کلکه غندي او پر ملکي سيمو د درنو وسلو ړندې ډزې چې د ملکي خلکو سر او مال ته په کې زيان اوړي او هغوی د خپلو کليو او کورونو پرېښودو ته اړ ايستل کېږي د بشري حقونو د اصولو خلاف ګڼي او له مسوولينو يې په کلکه د مخنيوي غوښتنه کوي.
login or register a new account.