کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون د زندانيانو د خوشې کولو په بهير کې د ستونزو له امله د سولې د مذاکراتو د پيل کېدو پر ځنډ اندېښنه څرګنده کړې ده.
ددغه کمېسیون له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې په تاييد سره چې سوله د بشرحقونو د وضعيت ښه کېدو او د ملکي خلکو د ساتنې لپاره اړينه ده، بايد د قربانيانو حقونو او ګټو ته پام وشي، او همدا رنګه د هغو کسانو د قانوني طی مراحلو له حق څخه بايد غافل نه شو، چې په بند کې پراته دي.
سرچینې زیاته کړې، د نړیوالو بشرپالو حقونو د عرف پر بنسټ، کمېسيون په دې نظر دی، هغه زندانيان چې پر جنګي جنايت يا پر بشر ضد جنايت محکوم دي او يا يې د دې جرايمو اړوند محاکمه روانه وي، د سولې له مذاکراتو مخکې او يا هم حتی وروسته له مذاکراتو خوشې نه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دې تر څنګ، د دغو زندانيانو په مجازاتو کې پر هر ډول کموالي توافق بايد د سولې د مذاکراتو په بهير کې له بين المللي حقونو او هغو موازينو سره په تطابق کې وي، چې د قربانيانو د حقونو تضمين کوونکي دي. په بنسټيز ډول، نه شو کولای په دې اړه مخکې له دې تصميم ونيسو، چې پر دې مهمو موضوعاتو بشپړې خبرې اترې نه وي شوې.
کمېسیون ویلي: (( د دې لپاره چې د زندانيانو د خوشې کولو مسئله د سولې د خبرو اترو د پیل کېدو خنډ نه شي، لازمه ده چې دواړه لوري ډېر اطلاعات په واک کې ورکړي. پر همدې بنسټ، موږ د افغانستان له حکومت او د طالبانو له ډلې غواړو چې د جګړې د زندانيانو د وضعيت په اړه بشپړ اطلاعات خپاره کړي، چې د دواړو خواوو په بند کې دي.))
سرچینې زیاته کړې، د هغو زندانيانو په اړه د کمېسيون اندېښنه چې له وخته مخکې آزاد شوي دي، پر خپل ځای ده. دا زندانيان بايد د يوې خپلواکې درېيمګړې مرجع له خوا وڅارل شي، چې د هغوی د مجرمانه فعالیتونو، په ځانګړي ډول د هغو فعاليتونو مخنيوی و کړي، چې امکان ولري د لا نورو ملکي خلکو د قرباني کېدو لامل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په وروستيو کې د افغانستان حکومت څرګنده کړې چې نه شي کولای ۵۹۲ تنه طالب زندانيان د هغو جرمونو له امله چې ترسره کړي يې دي آزاد کړي. د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون له دولته غواړي چې د دغو بنديانو د وضعيت په اړه کره اطلاعات د عامو خلکو په واک کې ورکړي.
سرچینې له حکومته غوښتي چې ايا دغه بندیان په يوه قانوني محاکمه کې محکوم ګڼل شوي دي؟، د دې زندانيانو څومره يې پر جنګي جرمونو تورن دي، او څومره نور يې پر هغو جرايمو تورن دي چې د جګړې اړوند نه دي؟ ايا د قربانيانو کورنيو پر مشخصو زندانيانو دعوه ثبت کړې ده؟ که هو، د دې قربانيانو د «حق العبد» د تطبيق لپاره کومې مشخصې لارې چارې او بهيرونه په نظر کې نيول شوې دي؟
په خبرپاڼه کې راغلي، کمېسيون يو ځل بيا له ټولو زندانيانو سره پر عادلانه چلند تاکيد کوي. لکه څنګه چې کمېسيون په منظمه توګه د ازادۍ د سلب د ځايونو څارنه کوي، له دولته غواړو چې د دې ۵۹۲ تنو طالب زندانيانو د څارنې امکان برابر کړي چې د بند وضعيت او له هغوی سره د چلند ډول و ارزول شي.
سرچینې ویلي، د بشري حقونو کمېسيون د هغو بنديانو له وضعيت څخه هم اندېښنه لري چې د طالبانو په بند کې دي. کمېسيون له طالبانو غواړي چې د جګړې اړوند د ټولو زندانيانو د وضعيت په اړه چې د دوی په بند کې دي، خلکو ته معلومات ورکړي.
login or register a new account.