Language

تادین خان: کندهار کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې ۲۵ طالبان وژل شوي

کندهار (پژواک، ۳۱چنګاښ  ۹۹): د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د ځینو بریدونو په پایله کې ۳۷ طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

دغه بریدونه د دغه ولایت په تخته پل، ارغستان او معروف ولسوالیو کې تېره شپه شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان د چنګاښ په ۳۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د تخته پل ولسوالۍ د تورو په سیمه کې د ملید پر امنیتي پوسته برید وکړ.

هغه زیاته کړه، د دواړو لورو ترمنځ نښته پر مهال سیمې ته د غوڅ ملاتړ هوايي ځواکونه ور ورسېدل او وسله وال یې په نښه کړل.

دی وايي، په دغه برید کې ۲۵ وسله وال وژل شوي چې د څلورو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د ده په خبره چې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

بلخوا د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک وویل، د جګړې له ځایه ترلاسه شوي اسناد ښيي چې ډېری جنګیالي د پاکستان تابعیت لري.

تخته پُل ولسوالي د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره له کندهار ښاره ٤٥ کيلومتره لرې پرته ده چې د دغه ولایت له امنو ولسوالیو ګڼل کېږي.

له تخته پل ورها خوا په ارغستان ولسوالۍ کې هم وسله والو د پولیسو پر پوسته برید کړی دی.

بارکزی وايي، برید د دې ولسوالۍ د شېخانو غونډۍ په سیمه کې شوی چې پر مهال یې ۵ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

په ورته توګه د کندهار د معروف ولسوالۍ په توغړي سیمه کې هم د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

که څه هم امنیتي چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی خو یوه باوري سرچینه وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۸ پولیس ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics