Language

دامریکا، افغانستان او ازبیکستان لومړۍ درې اړخیزه غونډه جوړه شوه

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹)  د بهرنیو چارو وزارت  وایي چې د افغانستان، ازبیکستان او امریکا لومړۍ درې اړخیزه غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا د چنګاښ په ۳۱مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کنفرانس کې د یادو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب پخپلې پرانستونکې وینا کې له امریکا څخه مننه وکړه چې په بیلا بیلو برخو کې یې له افغانستان سره مرستې او همکارۍ کړې دي.

هغه زیاته کړه چې  ددرې واړو هیوادونو ګډو همکاریو سره به په سیمه کې خپلو ګډو موخو ته رسیدل اسانه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې پر اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ، پانګونې، د انرژۍ پر لیږد ، و اورګاډي لارو جوړول ، پوهنه، روغتیا او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

login or register a new account.