Language

د ترکیې اوبو کې د ډوب شویو افغانانو ډله کې څلور وروڼه هم شامل دي

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې د ترکیې په اوبو کې د ډوب شویو افغانانو په ډله کې څلور وروڼه هم شامل دي.

تېره میاشت د جون په ۲۷مه،د ترکیې په وان جهیل کې چې له ایران سره په ګډه پوله موقعیت لري، د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو له امله لسګونه کسان نادرکه او مړه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و، چې یادې سیمې ته یې د سفارت یو پلاوی استولی ، څو په دغه پېښه کې د ډوبو شویو افغانانو په اړه معلومات راټول کړي.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، تراوسه د ډوبې شوې کښتۍ له ځایه ۵۸ جسدونه را ایستل شوي چې په وینا یې د پاتې جسدونو د راایستلو هڅې هم روانې دي.

په انقره کې افغان سرپرست سفیر حبیب احمد خنجاني زیاته کړې چې په را ایستل شویو جسدونو کې د درېیو ماشومانو په ګډون د ۲۴ افغان پناه غوښتونکو جسدونه هم شامل دي.

د ترکیې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه کښتۍ کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې پناه غوښتونکي سپاره وو ، چې ډېری یې د افغانستان، پاکستان او ایران اوسېدونکي وو.

د وان جهیل د ترکیې او ایران پولې ته نږدې موقعیت لري او افغان پناه غوښتونکي چې اروپا ته یې د تګ نیت درلود، له دغه لارې څخه په تېرېدو سره ترکیې ته داخل شوي و، او له هغه ځایه اروپا ته تلل.

راپورونه وایي چې په یادې کښتې کې د ننګرهار ولایت د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه غړي هم شامل دي.

بلخوا د میدان وردګو ولایت یو تن اوسېدونکي حبیب الرحمن په خپل فیسبوک کې لیکلي چې په یاده پېښه کې ددې ولایت د سید اباد ولسوالۍ څلور وروڼه هم شامل دي.

هغه زیاته کړې چې دوی د غریبۍ له امله او د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه کېدو په موخه په غیر قانوني توګه غوښتل اروپا ته ولاړ شي، چې په دغې بېښه کې مړه شول.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر یادې پېښې وروسته له ټولو خلکو وغوښتل چې له غیر قانوني سفرونو په ځانګړي ډول له انساني قاچاقبرانو سره له تګ څه ډډه وکړي.

د یادونې ده چې د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هم د افغان، پاکستاني او بنګله دېشي پناه غوښتونکو یوه بله کښتۍ هم په وان جهیل کې ډوبه شوه چې له امله یې ۷ پناه غوښتونکي مړه شول او ۶۴ نور وژغورل شول.

login or register a new account.