کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په لابراتور کې د تخنيکي ستونزې له امله د کابل ولايت د تېرو ٢٤ ساعتونو د کرونا نوې شکمنې پېښې نه دي ازمايل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت هره ورځ يو جدول خپروي چې له مخې يې په ټولو ولايتونو کې د کرونا د نويو پېښو شمېرې ذکر کيږي خو په ننني جدول کې د کابل نوې پېښې نشته دي.
د اړوندې موضوع په اړه د عامې روغتيا وزارت مرستيال وياندې معصومه جعفري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لابراتوار کې د تخنيکي ستونزې له امله د کابل د تېرو ٢٤ ساعتونو د کرونا ويروس نوې پېښې نه دي ازمايل شوي.
هغې زياته کړه: ((تخنيکي ستونزه ده ځکه د کابل پېښې نه دي ازمايل شوي، خو وزارت په دې برخه کې بې غوري نه ده کړې، تخنيکي ټيم يې ګومارلى چې هرڅه ژر دغه ستونزه حل کړي.))
نوموړې په دغه برخه کې ډېر جزئيات وړاندې نه کړل خو زياته يې کړه چې دغه ستونزه به د نن ورځې تر پايه حل شي.
د عامې روغتيا وزارت د جدول له مخې افغانستان د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته يواځې په کابل کې تر اوسه ١٤٣٧١ کسان پر کرونا اخته شوي چې ١١٩٥٩ تنه يې بېرته ښه شوي خو ٤٥٨ يې بيا مړه شوي دي.
د يادونې ده چې په ټول افغانستان کې د کرونا له خپرېدو وروسته تر اوسه ٣٥٦١٥ کسان پر دغه ويروس اخته شوي چې له دې شمېرې څخه ٢٣٧١٥ يې بېرته روغ شوي خو ١١٨٦ يې بيا مړه شوي دي.
login or register a new account.