Language

د غزني اوسېدونکو د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ

غزني ښار (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٩): د غزني ولايت سلګونو اوسېدونکو د حکومتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژلو په غبرګون کې لاريون وکړ او د کابل-کندهار لويه لار یې د ترافيکو پرمخ وتړله.

دغه لاريون کوونکي چې شمېر يې شاوخوا څلور سوو ته رسېږي، نن له غرمې مخکې يې په غزني ښار کې لاريون پيل کړ او تر اوسه (پس له غرمې دوه بجې) هم ادامه لري.

لاريون کوونکي چې د دوه کسانو مړي هم له ځانه سره انتقالوي وايي ترڅو چې د دغو وژل شويو کسانو قاتلين ونه نيول شي دوى به خپل لاريون ته ادامه ورکړي.

يو تن لاريون کوونکي احمد جان پژواک ته وويل چې تېره ورځ د آرزو په سيمه کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((د ډسي توپ یوه مرمۍ په هديره کې پر خلکو لګېدلې چې له امله يې دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.))

احمد جان زياتوي چې دغو کسانو ته د حکومتي ځواکونو له لوري د توغول شوي توغندي له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز يو بل لاريون کوونکي محمد عليم هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل، ترڅو چې د وژل شويو کسانو قاتلين نه وي نيول شوي دوى به خپل لاريون ته ادامه ورکړي.

ده زياته کړه: ((دا لومړى ځل نه دى چې د حکومتي ځواکونو په ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، ډېرى وخت دغه کار کيږي.))

يادو لاريون کوونکو د همدې پېښې په غبرګون له لسو بجو راهيسې د کابل-کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

بل لورته د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې تېره ورځ د آرزو په سيمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((خلکو د دغو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون کړى دى، پلاوى ټاکل شوى دى، ترڅو دغه قضيه بررسي کړي چې دغه کسان د چا په ډزو کې وژل شوي دي.))

جمعه زاده وايي، دغه کسان چې د هر چا په ډزو کې وژل شوي وي، له قانون سره سم به سزا ورکړل شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.