غزني ښار-ښرنه (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې په غزني او پکتيکا ولايتونو کې دوه ملکي وګړي او ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د چنګاښ په ٣١ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر وسله والو طالبانو د غزني ښار اړوند د عاشقوالو او ارزو په سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
ده وويل چې په دغه جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د جمعه زاده د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو څلور تنه يې د حضرت خالد او پاتې نور يې د وکيل او طلحه د ډلې کسان دي.
هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونو په دغه جګړه کې له هوايي او توپچي ځواک څخه هم کار اخيستى چې په ترڅ کې يې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.))
جمعه زاده زياتوي چې د يادې جګړې له امله دوه ملکي وګړي هم وژل شوي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دکوم لوري پر ډزو لګېدلي دي.
خو د غزني ښار یوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې په ارزو سيمه کې د يادې جګړې پرمهال د ډسي توپ یوه مرمۍ په هديره کې لګېدلې او له امله يې دوه تنه وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((وژل شويو کسانو کې يو د مستري خانې استاد او بل يې شاګر دى.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن ايمل خان مومند وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ د شيخانو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
دى وايي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
مومند زياتوي چې په دغه جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د طالبانو يو هاوان او يو دهشکه له منځه وړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP