Language

افغانستان کې تېر ٢٤ ساعته ١١٢ کسان پر کرونا اخته او څلور ترې مړه شوي

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١١٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۷۲۷ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د زمري په لومړۍ نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٧٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١١٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۷۲۷ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٤٣ په کابل، ٣٢ په هرات، ٢٠ په غور، اووه په غزني، پنځه په لغمان، درې په بادغيس او يوه- يوه هم په ننګرهار او کونړ ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٦٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۳۹۰۷ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان د کرونا له امله مړه شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١١٩٠ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ پر کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

login or register a new account.