کابل (پژواک، ۱ زمری ۹۹) : په بېجنګ کې د افغانستان سفیر وایي چې چین دې د کرونا له امله د افغانستان د اقتصاد رغولو کې مرسته وکړي.
په چين کې د افغانستان سفیر جاوید قایم د زمري په لومړۍ نېټه د سولې بهير په هکله په يوه خبري ناسته کې لومړی په کوويډ-۱۹ ضد مبارزه کې له افغانستان سره د چين له مرستو څخه مننه څرګنده کړه او هيله يې وښودله چې چين افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې شرايط لا آسانه کړي، څو د کوويډ ۱۹ له خوا د افغانستان ځپل شوی اقتصاد بیرته ورغیږي.
هغه د سولې د بهیر په اړه وویل چې افغان حکومت د طالبانو ۴۴۰۰ تنه بنديان خوشې کړي او طالبانو د حکومت کابو ۵۰۰ بنديان خوشي کړي دي.
قایم وویل، په همدې حال کې د ولسمشر اشرف غني په هڅو د سولې بهير په اړه دوه سيمه ييزې غونډې هم جوړې شوې دي.
هغه وایي افغان حکومت د سولې بهير د برياليتوب لپاره تر وسې پورې کوښښونه کړي او کوي يې او دا د افغانانو لپاره د خوشحالۍ خبر دی.
افغان سفیر وایي، حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړي خو تر دې مخکې باید اوربند وشي.
هغه د افغانستان د سولې له بهير څخه د چين له ملاتړ مننه کړه او و يې ويل چې چين په سيمه کې ډېر پياوړی رول لري.
قایم هيله وښودله چې چين به د ځينو وړتياوو په کارولو سره په افغانستان کې د دايمي سولې د رامنځته کېدو لپاره مرستې وکړي.