Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٩): د بغلان په مرکز پلخمري کې د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

د بغلان د مرکز پلخمري اوسېدونکي عبدالکبير خان د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د ډنډغوري سيمې په علاو الدين کلي کې د محمد مير پر کور هوايي بريد شوى دى.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې دوه تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: ((د ټپيانو وضعيت هم هېڅ ښه نه دى، يو شمېر يې کندوز ته انتقال کړي دي.))

دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالحليم غفاري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې دوه جسدونه او اته ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

ده وويل: ((په مړو کې يوه يې ښځه او بل يې يو ماشوم دى او په ټپيانو کې درې يې سړي دي، درې يې ښځې دي او دوه نور يې ماشومان دي.))

بل لور ته د بغلان د والي وياند نذير نجم هم ياده پېښه تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه له څه ويلو ډډه کوي.

ده زياته کړه: ((نن يو شمېر قومي مشران والي ته راغلي وو چې حکومت دې هوايي بريدونه بند کړي، والي له دغو خلکو سره ژمنه وکړه چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره جدي کار کوي.))

د يادونې ده، افغان ځواکونو له يوې اوونۍ راهيسې په ډنډغوري سيمه کې عمليات پيل کړي چې له امله يې ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښـودو ته اړ شوي دي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.