Language

د کندهار امنیتي پېښو کې لسو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار ښار (پژواک، ۱ زمری ۹۹): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. 

ځایي مسوولین وایي، پېښه تېره ورځ د دغې ولسوالۍ په جوی لاهور سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملکي وګړو یو مازدا موټر چې کار ته پر لاره و، د سړک غاړې ماین ورباندې چاودېدلی دی.

دی زیاتوي، په چاودنه کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي,۳ نور ټپيان دي او مازدا موټر ویجاړ شوی دی.

بارکزی وايي، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره تازه ځای پر ځای شوی و.

بل خوا نن سهار د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند کندهار پوهنتون ته څېرمه پر رويي پُل د موسساتو د ټولۍ پر سرتېرو چاودنه شوې ده.

که څه هم امنیه قوماندانۍ په دې اړه معلومات نه ورکوي خو یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په دې چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او ۴ نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

Related Topics