Language

کابل سرینا هوټل د اطلاعاتو او کلتور وزارت ۱۶۸ میلیون ډالره پوروړی دی

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۹): د اطلاعات او کلتور وزارت وایي چې په کابل کې یې د سرینا هوټل د اجارې له درکه ۱۶۸ ډالره پوروړی دی.

د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت ته د کابل سرينا هوټل د ١٦٨ ميليونه ډالرو پور په اړه د هوټلونو شرکت عالي شورا ځانګړې غونډه د وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه.

زهير د دولت د پورونو ترلاسه کول د وزارت له مهمو دندو وبلل او ويې ويل: ((د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د کابل سرينا هوټل د ١٦٨ ميليونه ډالرو پور د موضوع څېړنه مهمه ده چې بايد ورته پاملرنه وشي.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د هوټلونو د شرکت رييس ذبيح الله احسان د کابل سرينا هوټل د پور په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، د کابل سرينا هوټل له ٢٠١٠ کال څخه تر اوسه پورې د دغه هوټل د اجارې نه ورکولو له پلوه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ١٦٨ ميليونه ډالر پوروړى دى.

هغه وایي، د دغو کلونو په اوږدو کې د هوټل د عوايدو صورت حساب وړاندې شوى خو شفاف نه دى؛ ځکه د کابل سرينا هوټل عوايد په جلال اباد کې د سپين زر هوټل د عوايدو په پرتله لږ دي .

هغه زياته کړه، د کابل سرينا هوټل په ٢٠٠٥ کال کې له بيارغاونې وروسته د دېرشو کلونو لپاره د هغه اوسني مالک ته په اجاره ورکړل شوى دی.

 چې د قرارداد له مخې، له ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠١٠ پورې د اجارې له حق څخه معاف و.

له ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې او د ٢٠٢٠ کال څو مياشتې پوروړى دى .

دغه راز د هوټلونو شرکت رييس وویل، د حق الاجارې ورکولو په خاطر يې څو مکتوبونه لېږلي دي، خو تر اوسه پورې د کابل سرينا هوټل په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل سرينا هوټل مالي مسوول صفت الله وزيري چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل چې کابل سرينا هوټل له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هوټلونو شرکت ته ٣٢ ميليونه ډالر ورکړي او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت سل ميليونه ډالر پوروړى دى .

هغه دغه راز ادعا وکړه چې د ماليې وزارت ٤١٦زره ډالر د کابل سرينا هوټل له حسابه د ماليې له درکه وضع کړي دي. سره له دې چې کابل سرينا هوټل د قرارداد پر بنسټ د لسو کلونو لپاره د ماليې له ورکولو معاف و.

د وزیري په وینا، له بله پلوه د قرارداد له مخې بايد د افغانستان دولت د زرنګار پارک او د افغاانستان بانک او د کابل سرينا ترمنځ سړک هم هوټل ته ورکړى وای چې نه يې دى ورکړى او له دې پلوه هم د هوټل خاوند زيانمن شوى دى .

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست د دواړو لورو د رپوټونو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې په لومړي ګام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل سرينا هوټل يو ګډ پلاوی وټاکل شي چې موضوع په دقيقه توګه وڅېړل شي او پايلې يې مسوولو مقاماتو ته ورسوي .

محمد طاهر زهير دغه راز وويل، که چېرې موظف پلاوى بريالى نه شي کومې ملموسې پايلې ته ورسېږي بيا دې يو بل واکمن پلاوى له اړوندو بنسټونو وټاکل شي او موضوع دې وڅېړي او پايلې دې جمهوري رياست او د چارو ادارې ته وړاندې کړي .

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې د موضوع د څېړنې په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.