Language

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠٥ کسان پر کرونا اخته او يو بل مړ شوى دى

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٠٥ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٦٤٧٣ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د زمري په اتمه نېټه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٠٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ١٠٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٦٤٧٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٦ په هرات، ٣٢ په غور، ١٧ په کابل، ١٢ په باميان، شپږ په دايکنډي او دوه هم په ننګرهار ولايت کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٢٥٣٨٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يو کس د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٢٧١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ پر کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

login or register a new account.