Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مېلمنو لپاره یو خوراک ډوډۍ له خپل نرخه ۱۰۲۷ افغانۍ لوړه پېرلې ده

کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۹): یو شمېر سندونه ښیي چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په داسې حال کې له یوه رستورانت څخه د مېلمنو لپاره یو خوراک ډوډۍ په ۲۵۰۰ افغانۍ پېرلې چې دغه رستورانت یو خوراک یاد خواړه په ۱۴۷۳ افغانۍ پلوري.

د هغه وړاندیز د کاپي له مخې چې پژواک ترلاسه کړی، د ولسمشر د ځانګړي استازي د دفتر رییس شمس الدین عثماني او د سولې په چارو کې د دولت وزیر، د سولې په چارو کې د دولت وزارت حمایوي او اداري مرستیال ته لیکلي:”د احترام په وړندې کولو سره! د دفتر ریاست د وزارت د مقام د مېلمنو او د مېلمنو د ساتونکو لپاره دغو خوړو ته اړتیا لري: د وزارت د مقام لپاره د غرمې لومړۍ درجه خواړه، د وزارت د مقام د مېملنو ساتونکو لپاره د غرمې ډوډۍ. هیله من یو څو د یادو اجناسو چمتو کولو په اړه اړوندې مرجع ته امر او سپارښتنه وکړئ، مننه.”

د دغه وړاندیز په پای کې شمس الدین عثماني لاسلیک کړی او د سولې چارو وزارت اداري او حمایوي معین د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۱۱مه د تدارکاتو ریاست ته لاښوونه کړې ده څو د دوه قلمه خوراکي توکو تیارولو په اړه اصولي اجراات وکړي.

دغه راز د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي د ۱۱مې د نرخ پاڼې په کاپي کې چې «برگ کانټیننټال رستورانت» یاد وزارت ته ورکړې، راغلي: “۱- د ۲۵ کسانو لپاره لومړۍ درجه خواړه هر خوراک ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲- د ۵۰ کسانو لپاره عادي خواړه هر خواراک په ۳۲۰ افغانۍ دی چې مجموعي بیه یې ۷۸۵۰۰ افغانۍ کېږي.”

د دغه سند په پای کې لیکل شوي چې دغه بېل یوازې د دوه ډوله خوړو لپاره صحت لري. دغه راز په دغه بېل کې د یاد هوټل د مدیر لاسلیک شته او په هغه کې راغلي: “خدمات ترسره شوي دي.”

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بیو او تخنیکي مشخصاتو د مقایسوي جدول په کاپي کې راغلي چې برګ کانټنینټال رستورانت د یاد شمېر کسانو لپاره دغه خواړه د ۷۸۵۰۰ افغانیو په بدل کې، «شېرزاد فسټ فوډ» د ۸۵۰۰۰ افغانیو په بدل کې او «کافټریا رستورانت» د ۹۰۰۰۰زره افغاینو په بدل کې چمتو کوي چې د یادو افرونو (وړاندیزونو) له مخې، برګ کانټینټال د دغه تړون ګټونکی پېژندل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې برګ کانټینټال پژواک ته هم نرخ ورکړی او ویلي یې دي چې ورته (لومړی درجه) خواړه په بوفه ډول د هوټل په داخل کې د هر کس لپاره د ۸۵۰ افغانیو په بدل او له هوټل څخه بهر د هر کس لپاره په ۱۴۷۳ افغانۍ او عادي ډوډۍ په ۳۲۰ افغانۍ پلوري.

خو د برګ کانټنینټال مسوولین وایي چې د ځینو سبزيجاتو او یو سیخ کباب په کمولو سره د عادي خوړو بیه راټیټېږي. هغوی ویلي چې د یوه سیخ کباب په کمولو سره د یو خواراک عادي خوړو بیه سل افغانۍ راټیټېږي.

د دغو بیو په نظر کې نیول سره، هر لومړی درجه خوراک له هغه نرخ څخه چې برګ کانټینټال پژواک ته ورکړی، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مېلمنو لپاره ۱۰۲۷ افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوی دی.

خو د «قصر سلیمان» هوټل د ۱۳۹۹ کال د وري ۵مې په نرخنامه کې چې یاد وزارت ته یې ورکړې او د هغې کاپي هم پژواک موندلې، لیکل شوي چې د بوفې سیستم په بڼه د هر کس لپاره په ۱۲۸۰ افغانۍ او د ساتونکو لپاره ډوډۍ په ۲۶۸ افغانۍ تیاروي او ۲۰ سلنه د انتقال لګښت هم په دې نرخ کې شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د کب میاشتې د ۲۷مې خریدارۍ د فورم د کاپي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو د ۸۶مې شمېرې پر اساس، دغې ادارې د وزارت د مقام د ۳۰ مېلمنو لپاره لومړۍ درجه ډوډۍ (دیارلس ډوله غذا او نوشابې) د ۱۶۰۰ افغانیو او د ساتونکو لپاره ۶۰ خواراکه درېیمه درجه د غرمې ډوډۍ هر خوراک ۳۳۶ افغانۍ له سلیمان قصر نه پېرلې ده چې مجموعي بیه یې ۶۸۱۶۰ افغانۍ کېږي.

د سلیمان قصر مدیر حبیب الله غوثي هم تاییدوي چې دغه هوټل یاد خواړه د یادو پیسو په بدل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته ورکړي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري د دغه وزارت د مېلمنو لپاره په ۲۵۰۰ افغانۍ د یو خوراک ډوډۍ ادعا کوي چې نرخ یې له برګ کانټنينټاله اخیستنی، خو دغه خواړه پېرل شوي نه دي.

هغې وویل: “په دې ورځ د مېلمنو لپاره ډوډۍ د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پخلنځي کې تیاره شوې او هېڅ بېل نه دی اجرا شوی.”

انوري سره له دې چې ویل یې، د وزارت مقام د مېلمنو لپاره د وزارت په خوړنځي کې ډوډۍ برابره شوې وه، خو دغه وزارت داسې سند چې کواکې طعام خانې ته یې سپارښتنه کړې وي چې په هغه ورځ د وزارت د مېلمنو لپاره ځانګړي خواړه تیاره کړي، وړاندې نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس پر خپرېدو سربېره په هغه وخت کې د ټولو ادارو طعام خونې تړل شوې وې.

په همدې حال کې د برګ کانټیننټال مدیر هم وایي چې دغه هوټل څو ځلې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته نرخنامه ورکړې ده، خو په یاده نېته یې د یاد وزارت لپاره کوم سرویس نه دی اجرا کړی؛ ځکه په هماغه نېټه د کرونا ویروس د خپراوي له امله هوټل تړلی و.

نوموړي د بل په اړه د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د یادو خدماتو ترسراوی ښیي، زیاته کړه: ” برګ هوټل یو برنډ دی او که کومه څانګه یې پرانیستل شي باید د فعالیت جواز ترلاسه کړي، زه نه پوهېږم چې دغه بېل د چا له خوا صادر شوی؛ ځکه په شهرنو کې موږ یوه څانګه لرو او موږ دغه ډول بېل نه دی صادر کړی او دغه بېل له هغو بلونو سره چې هوټل یې صادروي، توپیر لري.”

په همدې حال کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوې سرچینې پژواک ته وویل چې په دې اړه د ځواب ورکولو لپاره د پژواک له غوښتنې وروسته، د فساد د افشا د مخنیوي لپاره د وزارت مسوولینو د هغو خوړو اسناد چې په لوړه بیه تیار شوي و، راټول کړل او له منځه یې یووړل.

هغه دغه راز وویل چې د دې ادارې مسوولین هڅه کوي څو هغه کسان چې دغه اسناد یې له پژواک سره شریک کړي، معلوم او منفک یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۳۶مه ماده کې راغلي: ” هغه کس چې د ښه نیت لپاره اسناد افشا کړي، د ثبوت په صورت کې د قانون د احکامو مطابق د حقوقي، اداري او وظیفوي خوندیتوب لرونکی دی او ملاتړ ترې کېږي.”

د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوې بلې سرچینې چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وایي چې نږدې هره ورځ د یاد وزارت مقام مېلمانه لري او د بیت المال له پیسو ډېر لګښت کېږي.

د یادونې ده، د کابل ښار په عادي هوټلونو کې یو خوراک ډوډۍ په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، خو د افغانستان سولې په چارو کې د دولت وزارت د مېلمنو لپاره، هغه هېواد چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، داسې ډوډۍ ورکول کېږي چې بیه یې نږدې د هغې ډوډۍ چې عام خلک یې په هوټلونو کې خوري، ۱۷ برابره ډېره ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مېلمنو لپاره د ډوډۍ لوړې بیې په داسې حال کې دي چې ولسي جرګې د چنګاښ په ۱۱مه هغه وخت چې د کرونا ویروس پر وړاندې یې د بودجې طرحه تعدیلوله، وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره ۳۸۰ ميلیونه افغانۍ د بودجې طرحې په تعدیل کې شاملې شوې وې، خو د هغه وزارت له خوا د لګښتونو په اړه د معلوماتو نه ورکولو له امله، له طرحې حذف شوې دي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون رییس میر افغان صافي ویلي وو چې دغه جرګه او یاد کمېسیون د دې له امله چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ۸۰۰ مېلیونه افغانیو په اړه چې د کال په پیل کې هغه وزارت ته ځانګړې شوې وې، معلومات نه دي ورکړي، د دغه وزارت لپاره یې د ۳۸۰ مېلیونه نورو افغانیو وړاندیز د تعدیل له سند څخه حذف کړی دی.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.