کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۹۹) : د کرونا وبا د خپریدو د ویرې، د اسلام د پنځم رکن حج فریضې د ادا کولو مراسم په سعودي عربستان کې په محدود ډول پیل شول.
د سعودي عربستان حکومت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د کرونا وبا له امله سږ کال د حج فریضه په محدود ډول ترسره کیږي او له سعودي څخه بهر هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د حج فریضه ادا کړي.
دسعودي د حج او عمرې وزارت ویلي وو، چې یواځې په سعودي میشتو کې یو شمیر محدودو بهرنیانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکوي.
د سعودي حکومت ویلي چې نن تر غرمې وروسته هغه کسان چې ورته د حج فریضې ادا کولو اجازه ورکړل شوې، له مکه مکرمې ښار څخه د منی په لوري روان شول.
سرچینې زیاته کړې چې دوی به شپه په منی کې تیروي او سبا د عرفان میدان په لوري روانیږي، هلته به ټوله ورځ تیروي، د عرفان د نمرې په جومات کې ملا امام د حج خطبه وایي او مسلمانان به د عرفات په میدان کې به وقوف کوي چې د حج ستر او تر ټولو مهم رکن دی.
د سبا ورځې د لمر پرېوتلو سره سم به مسلمانان د مزدلفې په لوري روانیږي، هلته به شپه تیروي او سهار به بیرته د منی په لوري روانیږي، هلته به شیطانان ووهي، سر به خريي او دقربانۍ تر کولو وروسته بیرته حرم شریف ته او طواف کوي چې ورسره د حج ډیری مراسم پای ته رسیږي.
د یادونې وړ ده چې سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له کرونا ډیر ځپل شوی، هلته تر ۲۷۰ زرو ډیر کسان پر کرونا اخته او شاوخوا درې زره کسان مړه شوي دي.