کندهار (پژواک، ۸ زمری ۹۹): پاکستان د چمن- سپین بولدک لار د خلکو پر مخ پرانیسته او د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې د بند پاتې وګړو تګ راتګ پيل شوی.
د کندهار د سپین بولدک د کمېسارۍ مسوول محمد شریف غرزي د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستان په یوه تازه ګام کې د چمن- سپین بولدک لار نن غرمه یوه بجه پرانیستله.
هغه زیاته کړه، دغه لار د هغو خلکو لپاره د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې له څو میاشتو راهیسې بند پاتې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، افغان وګړي د تذکرې او پاکستاني وګړي د شناختي کارډ په لرلو تګ راتګ کولای شي.
خو ده یادونه وکړه چې تر اوسه معلومه نه ده چې پاکستان به دغه لار تر کومه پرانیستې پرېږدي، ځکه دغه هېواد دغه لاره د کرونا بحران له راتلو سره له تېرو شپږ میاشتو راهیسې تړلې ده.
یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه لار یوازې د اختر په مناسبت د دوو ورځو لپاره پرانیستل شوې څو هغه خلک چې په دواړو غاړو کې بند پاتې دي، خپلو کورونو ته ستانه شي.
د معلوماتو له مخې, پاکستان ځکه د چمن- سپین بولدک لار د اوږدې مودې راهیسې تړلې چې غواړي خلک پر دې لار د پاسپورټ او ویزې په لرلو تګ راتګ وکړي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې پاکستاني وګړو د شناختي کارټ او افغانانو د تذکرې په لرلو دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه.
خو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس د پاکستان دا پرېکړه نه مني او وايي چې خلک باید پر دې لار د پخوا په څېر تګ راتګ وکړي.
د پاکستان د دغو محدودیتونو د وضع کولو په خلاف په چمن او سپین بولدک کې احتجاجي لاریونونه هم وشول او هغې غاړې ته له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې پرلت روان دی.
د کندهار یوه قومي مشر نیاز محمد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستان په ناقانونه توګه له تېرو څو میاشتو راهیسې د چمن- سپين بولدک لار تړلې او د نوو محدودیتونو د وضع کولو هڅه کوي چې د دواړو غاړو د اوسېدونکو پر ژوند یې بد اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه، پاکستان هڅه کوي خلک اړ کړي څو پر دې لاره په پاسپورټ او وېزه تګ راتګ وکړي، په داسې حال کې چې مخکې تګ راتګ د پاکستاني شناختي کارټ او افغان تذکرې له مخې وو.
دی وايي، خلکو ته دغه څه د منلو نه دي، ځکه دواړو غاړو ته یې ولس اوسېږي او د ژوند ټولې چارې یې شریکې دي.
login or register a new account.