کابل (پژواک، ۸ زمری ۹۹): ملګرو ملتونو، ناټو، اروپایي اتحادیې او امریکا د نېکمرغه لوی اختر ورځو پر مهال په افغانستان کې د اوربند داعلان هرکلی کړی دی.
وسله والو طالبانو پرون د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې ورسره سم افغان حکومت هم د اوربند اعلان وکړ او د طالبانو د پرېکړې هرکلی یې وکړ.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو له خوا په لوی اختر کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.
خلیلزاد نن د (زمري ۲۸مه) په ټویټر کې لیکلی، لوی اختر ټول افغانان د تفاهم او متقابل درناوي لپاره متحد او تلپاتې سولې ته نژدې کړي.
هغه زیاته کړې: "موږ په اختر کې د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان او د افغان حکومت د متقابلې اعلامیې هرکلی کوو."
زلمي خلیلزاد همدارنګه ټولو افغانانو ته د سوله ییز اختر هیله کړې ده.
ناټو هم د افغان حکومت او طالبانو له خوا په لوی اختر کې د درې ورځني اوربند هرکلی کړی او هغه یې د افغان سولې په بهیر کې یو مهم ګام بللی دی.
په افغانستان کې د ناټو ماموریت پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي چې یاد ګام باید ژر تر ژره د بین الافغاني خبرو لامل شي "افغانان سولې ته اړتیا لري او ناټو د افغانانو ترڅنګ ده"
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم د طالبانو او افغان حکومت له خوا په اختر کې د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.
یوناما ویلي چې د بندیانو ازادول او د تاوتریخوالي کمول به د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرو ته لار خلاصه کړي.
اروپايي ټولنې هم ویلي چې د اوربند اعلان نه یوازې دا چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه یو فرصت دی، بلکې د سولې خبرو پیلېدو په اړه هم یو ګټور ګام دی.
یادې ټولنې ویلي، دواړه خواوې باید یو معتبر سمبول پر تاریخي فرصت بدل کړي.
login or register a new account.