کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۹) : د حج خطیب شیخ عبدالله بن سلیمان چې په نړۍ کې د مسلمانانو ستونزې د الله تعالی ازموینه ده ، خو الله تعالی داسې ناروغي نه ده پیدا کړې چې علاج یې نه وي.
شیخ عبدالله چې نن یې د اسلام د پنځم رکن د حج فریضې د ستر رکن عرفې په ورځ د حج د خطبه یې ویله ټینګار وکړ چې مسلمانان دې تقو او پرهیزګاري خپله کړي او ټوله پاملرنه د الله تعالی عباداتو ته وکړي.
هغه زیاته کړه چې له تقوا سره د مسلمانانو په کارونو او ژوند کې برکات رانازلیږي او ستونزې یې کمیږي.
نوموړي وویل چې الله تعالی حضرت محمد ص د وروستي نبي په توګه رالیږلی او پر مسلمانانو لازمه ده چې د حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر لارښوونو عمل وکړي .
شیخ عبدالله دغه راز په دې خطبه کې د اسلام او ایمان په اړه ایات ا حادیث بیان کړل او له مسلمانانو یې وغوښتل چې پر دې عمل وکړي.
دغه راز نوموړي له مسلمانانو وغوښتل چې صبر او استقامت څخه کار واخلي او زیاته یې کړه چې الله تعالی کله کله مسلمانان په بیلا بیلو لارو په ازمایښت کې اچوي چې دوی باید صبر وکړي.
هغه زیاته کړه ، که چیرې مسلمانان د الله تعالی له ازمایښت څخه په بریالیتوب سره ووتل نو ډیر اجرونه به ترلاسه کړی.
شیخ عبدالله وویل چې الله تعالی د مصیبتونو سره خپل بندګان ازمایي، او چاچې صبر وکړ هغوی بریالي وي.
د حج امام پخپله خطبه کې وویل، الله تعالی داسې ناروغي نه ده پیدا کړې چې د هغې درملنه او درمل نه وي، د هرې ناروغۍ درمل الله تعالی پیدا کړی دی .
هغه د حدیث شریف یادونه وکړه چې حضرت محمد ص فرمایلي، کله چې په کومه ځمکه کې طاعون راشي نو هغه سیمې ته ورځئ او څوک هلته وي، بهر دې نه ځي.
شیخ عبدالله وویل چې د کرونا وبا سره سره د سعودي حکومت د حج لپاره اقدامات وکړل او حاجیانو لپاره یې ښې اسانتیاوې برابرې کړې دي..
د یادونې وړ ده چې مسلمانانو نن د حج ستر رکن وقوف عرفه ادا کړ، او د لمر پریوتلو سره سم د مزدلفې په لوري روان شول، هلته به د ماښام او ماخوستن لمونځ په ګډه کوي او شپه به هم تیروی.
دوی به سهار وخته د منی په لوري روانیږي، لومړی به شیطانان وولي، بیا به قرباني کوي او بیا به طواف زیارت کولو سره د حج مراسم پای ته ورسیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP