Language

طالبان : ۸۲ نورو دولتي بندیانو خوشې کولو سره مو پروسه بشپړه کړه

کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۹) : وسله والو طالبانو اعلان کړی چې ۸۲ نور دولتي بندیانو خوشې کولو سره یې ددوحې دتړون له مخې ددولت دزرو تنو بندیانو خوشې کولو پروسه بشپړه کړه.

د طالبانو لخوا د زمري په ۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن یې په فراه، غور، نیمروز، زابل او بلخ ولایتونو کې ددولت پاتې ۸۲ نور بندیان خوشې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دې سره ددوحې تړون له مخې د زرو تنو دولتي بندیانو خوشې کولو پروسه بشپړه کړه.

طالبانو ویلي چې د بندیانو د خلاصون پروسه د ۱۳۹۹ لمریز کال د حمل د میاشتې په ۲۴مه نیټه پیل شوې وه چې د ۳ میاشتو او ۱۶ ورځو په موده کې ددوی د بندیانو چارو کمیسیون وتوانید د هيواد له (۳۰) ولایتونو څخه په ۵۴ چوپو کې د حکومت ۱۰۰۵  بندیان خوشې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي د بندیانو خوشې کولو پروسې بشپړولو سره څرګنده شوه چې طالبان د مسائلو د سوله ییز  حل په برخه کې جدي او پیش قدمه دي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون له لاسلیک شو، چې له مخې یې حکومت باید د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي.

د افغانستان حکومت وایي چې تر اوسه یې شاوخوا ۴۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې ډیر ژر به د طالبانو پاتې بندیان هم خوشې شي.

طالبانو تر دې مخکې ویلی چې که تر اختره ټول بندیان خوشې شي، نو له اختره وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیل شي.