Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵کسان پر کرونا اخته او ۱۰ نور مړه شوي

کابل (پژواک، ۹ زمری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې په هېواد کې ۶۵کسان پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۶۵ کسان پر کرونا اخته شوي او ۱۰ نور یې له امله مړه شوي دي.

سرچینه وایي چې له دې سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۶۵۳۸ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۵ کسان بېرته له کرونا روغ شوي, له دې سره له کرونا د روغو شویو کسانو شمېر ۲۵۵۴۴ته ورسېد.

سرچینه وایي د یادو لسو کسانو له مړه کېدو سره په هېواد کې تراوسه د کرونا له امله ۱۲۸۱ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تازه ثبت شویو ۶۵ پېښو کې ۲۸ په هرات,۹کابل,۷ فراه,۵پکتیا,۴بدخشان,۳کندوز,۲بلخ,۲تخار,۲غور,۲فاریاب,یوه یوه په بغلان او پنجشېر ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویلي چې خلک دې روغتیايي لارښوونې په نظر کې ونیسي په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.