Language

لیکوال شاعر او پخوانى سیاستوال سلیمان لایق ومړ

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٩): د افغانستان نامتو شاعر، ليکوال او پخوانى سياستوال له هېواده بهر په جرمني کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د سليمان لايق زوى غرزي لایق نن رسنيو ته ويلي چې پلار یې د هغو ټپونو له کبله چې د ۲۰۱۹ کال سپتمبر کې یې په کابل کې د یوې چاودنې له کبله اخیستي وو، ساه ورکړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې پلار يې له تېرو لسو ورځو راهیسې يو ځل بيا په روغتون کې بستر و.

لایق د ۱۳۰۹ کال د تلې پر نهمه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د عبدالغني په کور زېږېدلی و او په لومړي سر کې پرې د غلام مجدد نوم اېښودل شوی و.

نوموړي لومړنۍ زده کړې د پغمان په مدرسه شرعیه کې او بیا یې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون له شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځیو څخه ترلاسه کړې وې.

د ۱۳۳۰ مو کلونو وروسته د افغانستان له کیڼ اړخو سیاسي بهیر سره له یو ځای کېدو وروسته لایق د خلق دیموکراتیک ګوند له موسسینو غړو یو و، خو د مرکزي کمېټې غړی نه و او واک ته د دغه ګوند له رسېدو وروسته یې د وزارت په ګډون یو شمېر دندې تر سره کړې.

سلمیان لایق د خلق دیموکراتیک ګوند حکومت په لومړنۍ کابینه کې د راډیو ټلویزیون وزیر ټاکل شوی و خو په دا وروستیو کلونو کې یې په عملي سیاست کې برخه نه درلوده.

د يادونې وړ ده چې نوموړي په پښتو او دري دواړو ژبو کې د شعر او نثر ګڼ شمېر لیکلي اثار پرې ایښي دي.

 

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.